د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مومندو استازي بلال الرحمان په دوشنبه مشال راډیو ته وویل چې په مومندو کې د انټرنيټ او موبایل نیټورک د بیا پرانیستلو لپاره یې خپل غږ وخت په وخت پورته کړی دی.

د مومندو اوسیدونکیو مشال راډیو ته ویلي چې له تېر یو کال راهېسې له انټرنیټ او موبایل نیټ ورک څخه بې برخې دي.

بلال رحمان د دغو خلکو د غوښتنو او شکایتونو په ځواب کې مشال راډیو ته وویل، د مومندو د خلکو د یادو ستونزو هواری به ښايي یو کال نور هم وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG