د لاسرسي ځای

تازه خبر

چیف جسټس ثاقب نثار: د جمهوریت ساتندویه یو


د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ

اسلام ابادـ د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات میا ثاقب نثار په یو بیان کې ویلي چې په هیواد کې د جمهوریت د خوندي ساتلو لپاره به هر ډول ګامونه پورته کړي.

نوموړي د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د وفاقي ججانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د عدليې ذمه واري جوړيږي چې خلکو ته زر تر زره انصاف ورکړي.

((عدليه د يو رياست مهمه ستنه وي. که چېري عدليي خپل کار په سمه توګه ونکړ نو رياست خپل توازن له لاسه ورکولی شي. خلک شکایتونه لري او دا هرڅه ښکاره دي.))

چيف جسټس په خپله وينا کې د چا نوم وانخېست خو د جمعې په ورځ پخواني وزيراعظم نوازشريف په کراچۍ کې يوې غونډې ته په وينا کې ویلي وو چې هغه د عدالتونو احترام کوي خو عدالتونه دې هم خپل وقار په پام کې نیولو سره د خلکو عزت ته پام وکړي.

تر دي مخکې سپريم کورټ توهين عدالت په مقدمه کې د واکمن مسلم ليګ نون سېنټر نهال هاشمي نااهله ګرځولی و.

د ياد ګوند نورو غړو ته هم توهين عدالت نوټسونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG