د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ایران کې د مېرمنو نیول وغندل


هیتر نوورټ
هیتر نوورټ

امريکا په ايران کې د لږتر لږه هغو ۲۹ کسانو نيول غندلي چې د خپلو بشري حقونو او بنيادي ازادۍ لپاره یې مظاهره کوله او د لازمي ګرځول شوي حجاب پرضد راوتي وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هیترو نوورټ پرون په يوبيان کې وويل چې امريکا د هغو ايرانيانو ملاتړ کوي چې د لباس د هغه ضابطې خلاف راوتي دي کوم چې د ۱۹۷۹ تر انقلاب وروسته پر دوی په زوره تپل شوی.

د لباس د دې ضابطې له مخې بايد ښځې په ولسي ځايونو کې خپل سر او بدن پټ کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل بايد ميرمنو ته د خپلې خوښې مطابق د لباس انتخابولواو خپلې خوښې مطابق د عقيدې اختيارولو اجازه ورکړل شي.

د دې په خبره خلک له دا ډول حقونو بې برخې کول د هغوي شخصي ازادي او وقار تر پښو لاندې کول دي.

ايرانيو پوليسو وړمه ورځ وويل چې هغوي هغه ۲۹ ميرمنې نيولې دي چې د لوپټې په سرولو قانون خلاف يې د احتجاج په توګه خپل حجابونه لرې کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG