د روسيې قانون پلي کوونکي ادارې وايي چې په دې هېوا د کې يې د راتلونکې مياشتې د ولسمشرۍ انتخاباتو په ورځ د بريد پلانولو په تور يو مشکوک اسلامپاله وسله وال وژلی دی.
د د امنيت د فيډرالي ادارې لخوا نن په خپاره شوي يو بيان کې ويل شوي چې امنيتي مسولينو دغه کس نن د نيژني نوګورود په وولګا ريور ښار کې هغه وخت وواژه کله چې يې د ځان تسليمېدو پر مهال وسله راواخيسته.
په بيان کې له شواهدو پرته ويل شوي چې مشکوک تن د اسلامي دولت وسله والې ډلې غړی و چې اړه يې له روس سره نه وه بلکې د روسيې د يو پخواني جمهوريت سره تړاو درلودی. بيان زياتوي نوموړي د مارچ پر ۱۸مه نېټه په تر سره کېدونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ترهګريز بريد پلان درلودی. داسې ښکاري چې په دې ټاکنو کې به يو ځل بيا ولاديمير پوتين د شپږو کلونو لپاره ولسمشر شي.