د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا او پښتونخوا ځوانانو په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړ


د اسلام اباد تر دهرنې مخکې په کراچۍ کې احتجاجونه شوي وو
د اسلام اباد تر دهرنې مخکې په کراچۍ کې احتجاجونه شوي وو

نن د فاټا او نورو پښتني سیمو ځوانان او ټولنې په اسلام اباد کې د وزیرستان ځوانان او د ولسي ټولنې غړي د احتجاج په توګه پرلت/دهرنه کوي. دوی د نقیب الله مسود په وژنه کې د انصاف غوښتنه کوي او وايي چې په وزيرستان کې ښخ شوي ماينونه دې پاک کړل شي.

مظاهره چیان غوښتنه کوي چې د نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس چارواکی، راو انور دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي، همداراز دې د غېب کړل شوو یا وژل شویو پښتنو مسله عدالتونو ته راوړل شي او په امنیتي پوستو دې له ولس سره ښه رویه وساتل شي.

په لاریون راوتي مظاره چیان وايي، لومړی به د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته راټولېږي او بیا به د پارلېمان او سپریم کورټ مخې ته احتجاج کوي. د تحفظ مسود مومنټ يو مشر منظور مسود بیګا مشال ریډیو ته وویل په احتجاجي ناسته کې د ګډون لپاره خلک راروان دي.

دی وايي، تکل لري چې لومړۍ دهرنه به د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته کوي او بیا به د پارلېمان ودانۍ مخې ته، بیا به سپریم کورټ ته او له دې سره سره به د پاکستاني پوځ هېډکوارټر او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته خپل پرلت کوي او تر هغو به یې دا ناسته روانه وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

په دې تحریک کې د قبایلي سیمو د زده کوونکو د سازمانانو په ګډون، وکیلان، د حقونو فعالان، قبایلي مشران او د سیاسي ډلو غړي برخه اخلي.

دا لاریون د جنورۍ په شپږ ویشتمه نېټه له ډېره اسماعیل خانه پیل شوی وو او د بنو، کوهاټ، پیښور او چارسدې له لارې نن اسلام اباد ته رسي. د تحریک له خوا د اسلام اباد پریس کلب مخې ته له وړاندې احتجاجي کیمپ لګول شوی دی.

د لاریون کوونکیو د ټولو غوښتنو په اړه لا وفاقي حکومت څه نه دې ويلي. په همدې حال کې د سند صوبې چارواکو ويلي چې دوی کوښښ کوي په جعلي پوليسو مقابله کې د نقیب الله مسود وژنې په تړاو د ملېر پوليسو مشر، راو انور ونيسي.

د راو انور د ځای ځايګي په اړه تر اوسه معلومات نشته. پوليسو په اسلام اباد کې پرون د هغه پر يو کور چاپه وهلې وه خو نوموړی یې ونه موند. انور تر دې مخکې مطبوعاتو ته ويلي وو چې مسود د تحريک طالبان سره همکاري درلوده. بلخوا د سند حکومت چارواکي وايي دا الزام بې بنياده دی، مسود په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی او راو انور بايد څېړنو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG