د لاهور له پنجاب پوهنتونه ټول نیول شوي یوشمېر پښتانه او بلوڅ زده کوونکیو نه یوازې راخوشې کړل شوي دي بلکې پر هغوی لګول شوې دفعې چې پکې د ترهګرۍ هغه هم وې لیرې کړل شوي دي. په نیول شویو ۱۸۶ زده کوونکیو کې د بلوچستان ۱۴۰، او دا نور ۴۶ د فاټا او خیبر پښتونخوا ول.
دوی د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه هله ونیول شول چې په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جمعیت طلبه او پښتنو، بلوڅو زده کوونکیو کونسل ترمنځ نښتې وشولې چې پکې داوړو غاړو ته ۱۸ طالبعلمان ټپیان شوي ول.
زده کوونکي د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بندیان کړل شوي ول.