د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام اپوزېشن د امن په خبرو کې له برخې انکار وکړ


په شام کې د اپوزیشن لویې ډلې ویلي چې په سوچي کې به د روس په مشرۍ په امن کانګریس کې برخه نه اخلي.

په شام کې د مذاکراتي کمیشن ویاند یحیا اریدل د شنبې په ورځ ویلي چې شامي حکومت او د حکومت اتحادي روس ورسره لا اړینه ژمنه نه ده کړې او دا چې په سوچي کې کیدونکې غونډه د دې لپاره کیږي چې د روغې جوړې لپاره د ملګرو ملتونو هڅې تر پښو لاندې کړي.

روس پلان لري چې د جنورۍ پر ۲۹مه او ۳۰مه د قامي خبرو اترو د کانګرس په نوم یوه غونډه راجوړه کړي. روس ته د دې غونډې لپاره د ایران او ترکي ملاتړ ترلاسه دی.

په عین حال کې ملګرو ملتونو د شام د اووه کلنې کورنۍ جګړې پاي ته رسولو او سیاسي جوړ جاړي لپاره هڅې پیل کړي دي.

د لویدیځ هیوادونه دا ویره لري چې د روس هلې ځلې به داسې نتیجې راوړي چې ګټه به يي د شام ولسمشر بشرالاسد ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG