د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: افغانستان به د ترهګرو په ځاله بدلېدو ته پرېنږدو


ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وایي، دوی به د دې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شي.

ولسمشر ډونلد ټرمپ دا خبره د جمعې په ماښام د سویټزرلېنډ په ډېووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د وینا پر مهال کړې دي.

ولسمشر ټرمپ د وینا پر د ترهګرۍ پرضد پر ګډه مبارزه په کلکه ټینګار وکړ او هغه یې د ټولې نړې په ګټه وبلله.

نوموړي د افغانستان په اړه یو ځل بیا د امریکا ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې اجازه به ورنه کړي چې دا هېواد د ترهګرو په ځاله بدل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل ، “ موږ د دې باوري کولو ته ژمن یو چې افغانستان به هېڅ کله د ترهګرو په پناه ځای بدل نشي یانې هغه کسان چې غواړي زموږ ولسي وګړي ووژني”.

نوموړي د دې نړیوالې غونډې ګډونوالو ته وویل ، “ زه غواړم د هغو هېوادونو چې نن دلته حاضر دي او په دې مهمې مبارزې کې ښکېل دي، مننه وکړم، تاسو نه یوازي خپل خلک ساتی بلکې د میلیونونو وګړو ژوند او هیلې خوندي کوی."

امریکايي ولسمشر امنیت د اقتصادي ودې اساسي شرط وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چې د امنیت ټینګولو او امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلامي دولت وسله والې ډلې – داعش - پر وړاندې مبارزې په اړه هم خبرې وکړې او د هغو پرمختګونو یادونه یې وکړه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په شام او عراق کې د یاد ډلې پرضد په جګړه کې ترلاسه کړې دي.

ده وویل ، “ زه د دې خبر په ورکولو خوشاله یم چې د داعش پرضد ایتلاف تقریبا ۱۰۰ فیصده هغه خاوره بېرته له دې ډلې نیولې ده چې دغو قاتلانو په شام او عراق کې لاندې کړې وه. لا هم نورې جګړې او کار ته اړتیا ده چې باید وشي."

ولسمشر ‌ډونلډ ټرمپ وویل ، نړۍ د ترهګرۍ له ګواښونو د خوندي کولو لپاره دا د ټولو هېوادونو دنده ده چې د خپلو زمه واریو له مخې پر خپلو دفاعي چارو پانګه ونه وکړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر پخواني امریکايي ولسمشر بلکلنټن وروسته د امریکا دوهم ولسمشر دی چې له ۲۰۰۰مکاله وروسته د ډېووس په غونډه کې ګډون کوي.

سپینې ماڼۍ وړاندې ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ به دا پیغام د نړۍ مشرانو ته ورسوي چې امریکا له خپلو متحدانو سره نېږدې اړیکې غواړي، خو په پام کې لري چې له هغو سره په معاملو کې د تجارتي کسر مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG