امریکا په افغانستان کې د طالبانو او حقاني شبکې شپږ لوړپوړي غړي ترهګر ګرځولي دي او ټينګار کوي چې له پاکستان سره رابطې لري.
په دغو شپږو کسانو کې په افغانستان کې د طالبانو د پخواني حکومت غړي شامل دي چې د مرکزي بانک ګورنر عبدالصمد ثاني یې یو له هغو دی.
پر نورو کسانو تور دې چې د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو باندې برید ګرو ته یې د وسلو او مالي مرسته کړې ده.
د امریکا د خزانې وزارت لور پوړي چارواکي سیګال مینډلکر د پنجشنبې پر ورځ وویل چې لګېدلي دغه بندیزونه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي اسیا په اړه د نوې سټراټیژۍ برخه ده.
مینډلکر وايي، پاکستان باېد له واشنګټن سره په ګډه کار وکړي او د وسله والو پناه ګاوې بندې کړل شي او د هغوی د پیسو سرچینې په نښه کړل شي.
پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.