د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر مدني فعالانو او خبریالانو د کابل پېښې ټپیانو ته وینه ورکړه


نن د سې شنبې په ورځ د لوګر یو شمېر مدني فعالانو او د بېلابېلو رسنیو خبریالانو د کابل پر انټرکانټينېنټل هوټل باندې د وسله‌وال برید ټپیانو سره د مرستې په خاطر، د یاد ولایت د نایب امین‌الله خان لوګري روغتون ته وینه ورکړه.

د لوګر د ولایتي روغتون مشر ډاکتر عاشق‌الله مجیدي د یاد ولایت د مدني فعالانو او د رسنیو د خبریالانو د دې اقدام ستاینه کوي او وايي چې خلکو کې باید دا فکر خور شي چې د وینې ورکول چاته په زیان نه‌ تمامېږي، بلکې په دې سره ممکن د ده د یوه اړمن هېوادوال ژوند وژغورل شي.

ښاغلي مجیدي وویل، دوی د کابل د پېښې د ټپیانو لپاره د ولایتي روغتون په بانک کې وینه جمع کړه، نو د کابل روغتونونه که اړتیا ولري، دوی به وینه ورورسوي.

د کابل پر انټرکانټينېنټل هوټل د تېرې شنبې په شپه د یو شمېر وسله‌والو له‌خوا برید وشو چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر ویس برمک په وینا يې تر اوسه د وژل شویو شمېر ۲۲ تنه دی چې ۱۴ تنه‌يې بهرني وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG