د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انور د دوبۍ له پراوزه کښته کړل شو


د نقیب الله مسود په وژنه تورن د کراچۍ ملیر پولیسو مشر اېس اېس پي راو انوار له پاکستانه د تښتېدلو پرمهال د اسلام اباد له بې نظیر بوټو هوايي ډګره له یوې الوتکې کښته کړل شوی دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې راو انوار یې د سېشنبې ګهیځ دوبۍ ته له تلونکې الوتکې راکوز کړی دی.

بلخوا د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي امر کړی چې د راو انوار نوم دې په اي سي اېل کې واچول شوي. په اېکزیټ کنټرول لیسټ (وتلو ته نه پرېښودلو نوملړ) کې د هغو کسانو نومونه اچول کېږي چې په ملک کې دننه تر عدلي پلټنو لاندې وي.

اېس اېس پي راو انور په کراچۍ کې د یوه وزيرستاني ځوان، نقیب الله مسود په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی او دا مهال له له دندې هم ګوښه کړل شوی دی. نوموړی به د دوشنبې په ورځ پر هغه د لګېدلې مقدمې په باب د سند های کورټ ته وړاندې کېدلو خو حاضر نه شو.

د نقيب مسود مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی وو او له ادعا سره سم د راو انور په مشرۍ پوليسو وژلی وو. انور ويلي چې هغه د تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلود. خو د پلټنو لپاره جوړې شوې حکومتي کمېټۍ غړي ډي ای جي سلطان خواجه په یکشنبه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل په دې اړه هېڅ ثبوت نه شته چې نقسب مسود دې له طالبانو سره تړاو ولري.

د دوشنبې په ورځ د نقیب پلار او د کورنۍ نور غړي کراچۍ ته تللي ول چې پولیسو تهخپل بیان ورکړي.

کله چې د جنورۍ پر ۱۳مه پر ټولنیزو رسنیو د نقیب مسود د وژنې خبر راڅرګند شو له هغه وروسته د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې مظاهرې شوې او له حکومته وغوښتل شول چې د نقیب مسود د وژنې په کېس کې دې انصاف وکړي.

XS
SM
MD
LG