د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني څارنوالانو د طالبانو یو مشکوک غړی د یوه افغان پولیس د وژنې په تور، تورن کړی دی.

فېډرالي څارنوالانو پرون [پنجشنبه] مازیګر وویل، د میونښ (مونشن) عدالت ۲۰ کلن افغان چې امېد نومېږي، تورن کړی. پر ده د ترهګرې ډلې د غړیتوب، جنګي جنایتونو او د وسلو د کنټرول د قوانینو سرغړونو تورونه پورې شوې دي.

څارنوالان وايي، نوموړی د ۲۰۱۳ز کال په اوایلو کې له طالبانو سره یو ځای شوی وو، روزنه یې تر لاسه کړې، نوي غړي یې ګمارلي او لږ تر لږه یو ځل یې د طالبانو لپاره د وسلو په انتقال کې هم مرسته کړې. پر نوموړي د نیول شوي پولیس افسر د سخت وهلو او ویشتلو تور هم دی.

دا مشکوک کس د ۲۰۱۳ز کال په نومبر کې جرمني ته ورغلی وو چې تېر کال په مې مياشت کې ونیول شو. امېد اوس د پولیسو په بند کې دی او د مقدمې انتظار کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG