د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې دوه پولیس وژل شوي یو ژوبل


کوټه: د وژل شوي پولیس مړی له روغتونه کور ته وړل کېږي. ۱۸ جنوري ۲۰۱۸

په کوټه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو دوه پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

داپیښه نن سهار د کوټې پر ډبل روډ اکرم هسپتال ته نزدې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دغه پولیس له خپلو کورونو په ساده کالیو کې پرموټر سایکلونو دفتر ته روان ول.

د سیمې د پولیسو مشر اېس اېس پي نصیب الله له خبریالانو سره په خبرو کې دا د هدفي وژنې پېښه وبلله.

پولیس وايي ټپي شوی پولیس واله هسپتال ته رسول شوی دی چې حالت یې نازک ښودل کیږي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG