د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ۸۰۰ کيلو چاوديدونکي مواد نيول شوي


هغه موټر چې چاوديدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.

د افغانستان په خوست ولايت کې امنیتي چارواکي وايي د موسی خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عیار شوی موټر بمد افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د جنورۍ په ۱۷ مه د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود امین مشال راډیو ته وویل، چې په موټر بم کې د ۸۰۰ کیلو په وزن د جنګي الوتکو یو لوی بم او نور چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

ده وویل، وسله والو غوښتل یاد موټر بم ته د ښار په یوه ګڼ میشته سیمه کې چاودنه ورکړي خو د پولیسو په هلو ځلو وسله وال په خپل هدف کې ناکامه شول او امنیتي ځواکونو د یوې بدې او خونړۍ پيښې مخه ونیوله. د هغه په خبره وروسته یې دا چاوديدونکي توکي له ابادۍ څخه ليري والوځول.

XS
SM
MD
LG