د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايووف سره د جنورۍ په شپاړسمه ملاقات کوي.
د ولسمشر ټرمپ دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په واشنګټن کې کېدونکي دې ملاقات کې به د افغانستان، سيمه ييز امنيت، اقتصاد او نورو دوه اړخيزو چارو خبرې کېږي.
د قزاقستان سرکاري خبري اژانس، قزين فورم ويلي چې دې خبرو کې به په شام کې روانې جګړې او روس په اړه هم بحث کېږي.