که څه هم د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې د ترکیې د سولې په غیر رسمي ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی، خو د سولې عالي شورا وايي، په دغه ناسته کې د ټولو اړخونو استازیو ګډون کړی دی.
د دغې شورا ویاند امینالله مظفري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې دغه ناسته راتلونکو رسمي ناستو ته زمینه برابره کړي.
دی وايي:
"هغه څه چې ډېر مهم دي، د دغې ناستې غیر رسميتوب دی، نو ځکه د ټولو خواوو کسان وو، خو په غیر رسمي ډول، فکر کوم چې د دغې ناستې وروستۍ نتیجه نهده اعلان شوې، دا د راتلونکو خبرو لپاره دروازه پرانېستونکې ناسته ده."
خو د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دغه ناسته کې ګډونکوونکي کسان د حکومت استازیتوب نهکوي.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد هم په دغه ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره رد کړې ده.
خو د سولې د عالي شورا غړي همایون جریر چې په دغه ناسته کې ګډون لري له ترکیې ازادي راډیوته ویلي، په دغه ناسته کې د طالبانو پنځه مهم غړي د طالبانو له ټولو ډلو او مشرتابه نه استازیتوب کوي، خو نوموړي د دغو کسانو نومونه وانهخېستل.
چارواکي: استانبول کې طالبانو سره غیر رسمي ناسته مهمو ناستو ته زمینه برابروي
طالبانو سره د استانبول غیر رسمي ناسته راتلونکو خبرو لپاره دروازه ده.
د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په وینا، نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د ترکیې په استانبول ښار کې د سولې د خبرو په اړه د دغه غیر رسمي ناستې درېیمه او وروستۍ ورځ ده.
د یادونې ده چې دا د وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه لومړنۍ غونډه نهده او تر دې مخکې ورته هڅې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د حزباسلامي په وساطت چې په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره سوله وکړه، دا شان غونډه جوړېږي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه فضل احمد معنوي ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته نمایشي بللې ویلي یې دي، په یاده ناسته کې با صلاحیته کسانو ګډون نهدی کړی.
دی وايي:
"هغه څه چې په ترکیه کې شوي واقعي نه، یوه نمایشي موضوع ده، هغه کسانو چې له دواړو خواوو یا هرې خوا نه ګډون کړی داسې با صلاحیته او مؤثر کسان نهدي چې کومه نتیحه دې راوباسي."
د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا هم په دې باور دی چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو با صلاحیته استازو ګډون نهدی کړی.
دی زیاتوي:
"زما په نظر هغه طالبان چې په افغانستان باندې مسلط دي او هغه طالبان چې حساب پرې کېږي، په دغه ناسته کې نشته، نو ځکه زه فکر کوم چې دغه ناسته به کوم مثبت اغېز ونهلري."
خو د سولې د عالي شورا ویاند وايي، د ترکیې په ناسته کې د طالبانو، د سولې د عالي شورا او حزباسلامي استازي ګډون لري.
دی وايي، دوی به له هر هغه اقدام نه هرکلی وکړي چې د سولې د بین الافغاني په برخه کې ګټور تمام شي.
راپور: اجمل تورمان