د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر خپل قزاق سيال سره ګوري


ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روانې میاشت په شپاړسمه په سپینه ماڼۍ کې له خپل قزاق سیال سره وویني. د ولسمشر ټرمپ دفتر، سپینې ماڼۍ پرون وویل هغه او نور سلطان نظربایف به د سیمه يیز امنیت په اړه ددواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیک شراکت د پراخولو او اقتصادي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايې ولسمشر ترمپ او نظربایف به د افغانستان د مسلې په شمول د یو شمیر نړیوالو مسلو او چیلنجونو په اړه هم خپلو کې وغږیږي. ولسمشر نظربايوف ویلي دي دی هیله مند چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به د قزاقستان او امریکا ترمنځ همکاري پراخه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG