د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني ايران ته: زموږ ملک کې پر اسرايلو جاسوسي مه کوئ


پر جاسوسۍ تورن پاکستاني، مصطفی حېدر سيد نفقي د مقدمې پر مهال مخ پټ کړی

جرمني په برلین کې د ایران سفیر ورغوښتی دی او هغه ته یې خبرداری ورکړی چې تهران دې د اسرایل سره د تړاو لرونکو کسانو او ډلو پر ضد جاسوسي پریږدي ځکه چې دا کار د جرمني قانون پر ضد دی.

د دې ملاقات خبر د جنورۍ په نهمه تر دې وروسته مخې ته راغی چې د جرمني یو عدالت د هغه پاکستاني غړي درخواست رد کړ چې د ایران لپاره په جاسوسۍ تورن شوی دی.

عدالت د مصطفی حیدر سید نقفي په نوم پر دغه پاکستاني د جرمني - اسرایل د دوستۍ د ټولنې د مشر، ریان هولډ روب او په پېرس کې د یو اسرایلي نژاده فرانسوي پروفیسر پر ضد د جاسوسۍ فرد جرم عايد کړی دی.

د جرمني رسنيوو راپور ورکړی چې د ایران سفیر ته خبرداری ورکړل شو چې د اسرایلو پر ضد جاسوسي به د ایران او جرمني اړیکو لپاره ښې نتیجې ونه لري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG