د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې د ماهیانو د فارمونو شمېر  ۱۲۰۰ ته لوړ شوی

په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.

په کندهار کې د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په دې ولایت کې د ماهیانو د غوښو تقاضا ډېره شوې او هره ورځ تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامه پورې د ماهي غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

د کرنې ریاست مسؤلین زیاتوي چې له دغه ټولو فارمونو څخه په کال کې ۴۸۰ میلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کېږي.

د ازادي ر اډیو خبریال محمد صادق رښتیني د ماهیانو د روزنې دغه فارمونو ته ورغلی او دا انځوریز راپور یې پرې جوړ کړی دي:

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG