د لاسرسي ځای

تازه خبر

 اسرایلي جنګي الوتکو په شام کې پوځي اهداف ویشتلي


د شام پوځ وايي چې د جنورۍنهمې نېټې ګهیځ مهال له پلازمېنې دمشق سره نېږدې د اسرايلو جنګي الوتکو او توغوندیو په بريدونو کې پوځي اهدفونو ته زیان اوښتی دی.

د پوځ په دې بیان کېچې سرکاري خبري اژانس سانا خپور کړی، شامي پوځ دعوه کړې چې د دوی فضايي دفاعي نظام يوه اسرايلۍ جنګي الوتکه په نښه کړې ده،خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.

شامی پو ځ زیاتوي چې اسرايلي الوتکو له دمشقه د پنځلس کلوميټره په فاصله کېد شمال مشرق خوا ته پرتې سيمې القطیفه باندې توغندي توغولي دي.

د بیان له مخې دا بريد د لبنان له فضايي حدوده د شام د مقامي وخت مطابق نن سهار وختي شل منټه کم درې بجې شوې دی.

بیان زیاتوي چې د جنګي الوتکو له بريدونو پس اسرايلو د ګولان له غرونو له مځکې تر مځکې هدف ويشتونکي توغندي وتوغول چې د دوی په خبره فضايي دفاعي نظام يې ټول توغندي راغورزولي دي.

د اسرايلي پوځ ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه انکار کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG