د امريکا سمندري ځواک د تېلو د هغه ټانکر په عملې پسې د پلټنې په عملياتو کې برخه واخیسته چې تر ټکر وروستهيې اور اخیستى دى.
د تېلو دغه ټانکر د چين ختيځو سواحلو ته نږدې له يوې بار وړونکې کښتۍ سره ټکر شو.
تر پېښې وروسته ٣٢ کسان تري تم شول چې ډېرى يې ايرانيان دي.
د امريکا د متحده ايالاتو سمندري ځواک نن د جاپان له اوکيناوا څخه خپله يوه الوتکه ولېږله څو د چين او جنوبي کوريا له هغو کښتیو او الوتکو سره ملګرې شي چې د لټون په چارو بوختې دي.
د چين د ټرانسپورت وزارت پرون وويل چې د وړمې ورځې ناوخته تر ټکر وروسته په تري تم شوې عمله کې ٣٠ ايرانيان او ٢ بنګلهدېشيان شامل دي.