د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره ټېلېفوني خبرو ته تیار دی


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ويلي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ټېلفوني خبرو کولو ته تيار دی.

نوموړي د خالي پر ورځ په کیمپ ډېوېډ کې خبریالانو ته وويل، په خبرو باور لری. ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي له هغه چا سره خبرې وکړي چې دی ورته کوچنی راکټي سړی وايي؟ وويل: ((هرو مرو به خبرې وکړم. زه به په دې کار کې هېڅ ستونزه و نه لرم.))

ټرمپ زياته کړه چې له خبرو وړاندې به ځېنې شرطونه هم وي چې ده یې په اړه تفصیل ورنکړ. ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې جنوبي او شمالي کوريا تر دوو کلونو زياتې مودې وروسته له يوه بل سره رسمي خبرو ته غاړه کېښوده. ټاکل شوې په دې خبرو کې به په راتلونکې فبرورۍ مياشت کې په جنوبي کوريا کې کېدونکو ژمنيو اولمپېک لوبو کې د شمالي کوريا د لوبډلو د ممکنه ګډون موضوع هم وڅېړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG