د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: پر نرښځیانو د تشدد مخنیوي لپاره نوی موبایل اېپ


په خېبر پښتونخوا کې يوې غيرې دولتې ادارې د 'ټرانس محافظ' په نوم پر نرښځيانو د تشدد د مخنيوي لپاره د يو موبايل اېپليکېشن پرانيسته وکړه.

د جمعې پر ورځ په پېښور پریس کلب کې د يوې غونډې پر مهال د "بلو وېنز" (شنه رګونه) په نامه د بشري حقونو د غېر دولتي سازمان مشر قمر نسيم د دې اېپ په اړه مشال راډيو ته وويل چې له نرښځيانو سره زياتره وخت وهل ټکول کېږي او يو شمېر وژل شوي دي. نوموړی زياتوي:

((په خېبر پښتونخوا کې په تيرو دوو کلونو کې ۵۴ نرښځيان وژل شوي او پر دوی د تشدد ۶۰۹ پېښې رامنځ ته شوي دي.))

ښاغلی نسيم وايي، د دې اېپ له لارې نر ښځيان خپلې ستونزې يا پر دوی د تشدد واقعات په انلاين بڼه د دوی ادارې او امنيتي ادارو ته لېږلای شي. د نوموړي په وينا، د دې اېپ مقصد دا دی چې د نرښځيانو پر ضد په روان تشدد کې کمی راشي او دوی ته ورپېښې ستونزې هواري شي.

د خيبر بښتونخوا د نرښځیانو د تنظيم "ټرانس جنډر ايکشن فورم" د دې ګام ستاينه کړې ده. د دې ټولنې مشرې فرزانه جان مشال راډيو ته ويلي چې هيله ده د دې نوې ټيکنالوجۍ له امله به د نرښځیانو پرضد روان ناسم چلند او تشدد تر يو حده کنټرول شي.

د هغې په وينا، ((رسنيو او پوليس ته به دا پته لګي چې له کومو ستونزو سره مخامخېږو او نرښځيان تر کومه حده رښتيا او دروغ وايي.))

په خېبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د ژوند او نورو حقونو خوندې ساتلو لپاره پر يوې حکومتي پاليسۍ هم کار روان دی.

XS
SM
MD
LG