د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن: ۲۰۱۸م کال کې به هم خپله دنده پرمخ وړم


د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرس وايي، پلان لري چې روان ۲۰۱۸م کال کې به هم خپله دنده پرمخ وړي. نوموړي دا خبره له هغو راپورونواو ګنګوسو وروسته کړې چې ګواکي دی به له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خرابو اړیکو له وجې خپله دنده ژر پرېږدي.

ټیلرس د جمعې پر ورځ له سي اېن اېن ټېليویژن سره د مرکې پرمهال وویل، تېرکال د ولسمشر ټرمپ انتظامیې لپاره ډېر بريالی و او اوس نوې تګلارې عملي کوي. د ټیلرس په وینا هیله ده، ۲۰۱۸م کال به هم د زيات برياليتوب پر لور وړي.

د تېر ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې این بي سي ټېليویژن راپور ورکړی و چې ټیلرسن په جولای میاشت کې د امريکا د دفاع وزارت له غونډې وروسته ولسمشر ټرمپ یو ناپوه تن یاد کړی و او په نومبر میاشت کې بیا داسې راپوورنه خپاره شول چې سپینه ماڼۍ د ټیلرس پر لرې کولو غور کوي.

XS
SM
MD
LG