د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدي: خبر نه يم چې چا برمته کړم او څنګه راخوشي شوم


د افغانستان د کونړ ولايت مرستیال والي چې شاو خوا درې میاشتې وړاندې په پېښور کې نامعلومو کسانو تښتولی و، د جمعې په شپه په جلال اباد کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

محمد نبي احمدي د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته د خپل نیول کېدو په اړه داسې وویل:

"د ناروغۍ له امله مې غوښتل هند ته لاړ شم خو ناروغي مې زیاته شوه او پرېکړه مې وکړه چې په پاکستان کې درملنه وکړم. په پېښور کې ډبګرۍ سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا ونیول شوم. بیا پوه نشم او لا تر اوسه په دې خبر نه یم چې څنګه ونیول شوم، چېرته وم."

احمدي وویل نشي ویلی چې دی چا تښتولی و او په دې هم نه پوهېږې چې څنګه او د چا له لارې خلاص او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د کونړ مرستیال وايي، فشارونو او ګواښونو يې روغتیايي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

محمد نبي احمدي وايي، یو ورور يې هم نامعلومو کسانو تښتولی چې تر اوسه يې لا نه دی خوشي شوی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG