د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۳ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکو د یو شمېر عملیاتو پر مهال ۳۳ وسله وال وژل شوي دي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت لخوا نن (شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په ننګرهار، کونړ، غزني، لوګر ،کندهار، میدان وردګ ،زابل او فاریاب ولایتونو کې ترسره شوې دي.

چارواکي واي د افغان پوځ هوايي ځواک او توپخانې هم په دې عملیاتو کې له مځکنیو ځواکونو سره همکارې کړې ده.

په دې اړه وسله والو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG