د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې امريکايې سناتورې ته له ويزې ورکولو انکار کړی


په واشنګټن کې د روسيې سفارت وايي چې امریکايي سناتورې جین شاهین ته یې ځکه ويزه نه ده ورکړې چې نوموړې په هغه تور لیست کې ده چې د امریکا له لورې پر روس د بندیزونو په غبرګون کې جوړ شوی دی.

د ديموکرات ګوند سناتورې پرضد د روسيې د دې ګام له کبله د ريپبلکن ګوند دوو سناتورانو ران جانسن او جان باراسو په جنورۍ کې ماسکو ته ټاکل شویخپل سفر ځنډولی دی.

سناتور جانسن چې د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمېټې مشر دی، د روس دا ګام یي د دواړوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره زيانمن بللی دی.

سناتورې شاهین چې د روس له سختو ناقدانو ده، د امریکا په راتلونکيو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د مخنیوي لپاره د کلکو تدابیرو نيولو غوښتنه کړې ده.

هغې په ۲۰۱۲م کال کې پر امریکا غږ کړی وو چې هغو روسيانو ته ويزې ور نکړي چې د بشري حقونو سرغړونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG