د لاسرسي ځای

تازه خبر

'متحده مجلس عمل مو د سیکولرو خلاف تشکیل کړی'


'متحده مجلس عمل مو د سیکولرو خلاف تشکیل کړی'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پېښور: د متحده مجلس عمل د بحالۍ له اعلان وروسته د یاد مذهبي اتحاد د فعالولو پحقله لومړۍ غونډه د سېشنبې په ورځ په پېښور کې ترسره شوه چې پکې د جماعت اسلامي جمعیت علمای اسلام (ف) ترڅنګ ځینې نورو مذهبي ګوندونو ګډون وکړل. له غونډې وروسته د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په مرکه کې د جماعت اسلامي صوبايي امیر مشتاق احمد خان وویل دا مذهبي ایتلاف یې په پارلېمان کې د سیکولر سیاسي ګوندونو د مقابلې لپاره جوړ کړی دی. خو پښتنه دا ده چې جماعت اسلامي په خېبر پښتونخوا کې دا وخت له پي ټي ای سره په حکومت کې دې او جمعیت علمای اسلام په مرکز کې په حکومت کې دې او دا دواړه ګوندونه له هغه سیاسي ګوندونو سره په حکومتونو کې شریک دي.

XS
SM
MD
LG