د لاسرسي ځای

تازه خبر

پسرلی: د افغانستان او هند دوهم هوايي دهلېز به پرانېستل شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۶ ۰»د افغانستان او هندوستان ترمنځ دوهم هوايي دهلېز پرانېستل شي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن سې شنبه «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۵ ۰» ازادي راډيو ته وویل چې د دې هوايي دهلېز له لارې به د کابل او ممبي ترمنځ سوداګرېزه راکړه ورکړه پیل شي.

د ښاغلي پسرلي پر وینا د دې هوايي دهلېز په پرانېستتې سره د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرېزه راکړه ورکړه نېږدې یو میلیارد ډالرو ته پورته شي.

د افغانستان او هند تر منځ لومړنی هوايي دهلیز سږ کال په جون میاشت کې د ولسمشر اشرف غني له خوا پرانېستل شو.

ښاغلي غني وویل، هند یو لوی مارکیټ دی او د هوايي دهلېز پرانېستنه به افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG