د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازې وروستۍ څرګندونې له حقیقته لیرې دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پوری کړ چې وسله والې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحې لودي د ډسمبر په ۲۱ مه ویلي، په هېواد کې یې د ترهګرو ځالې نشته او د دې په خبره ، وسله وال د افغانستان په هغه ۴۰ فیصده خاوره کې ځای لري چې افغان حکومت پرې کنټرول نه لري.