د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي او مځکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

د دفاع وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي دي د وسله والو پرضد دا عملیات په ننګرهار ،پکتیا،کندهار ،ارزګان،هلمند ، هرات، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ويل شي دي چې د ننګرهار ولایت په اچین او شینوارو ولسوالیو کې شپږ داعشیان هم د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان چارواکو د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG