د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي


ټاکل شوې چې د روانې میاشت پر ۲۶مه د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به د سیمې پر ستونزو وغږېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني بېګا مشال راډیو ته وویل، دا غونډه د چین په نوښت جوړېږي چې پکې به د درې واړو هېوادونو تر منځ د امنیت، له ګډو ستونزو سره د مبارزې او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وشي.

بیجنګ په جون کې د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کتنه کې د دې خبرو طرح وړاندې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG