د لاسرسي ځای

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، په فبرورۍ کې کېدونکې غونډه به د سولې نوې موقع برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي هیله ښودلې چې په فبرورۍ کې د کابل د بهیر غونډه به د سولې راوستو لپاره نوې موقع برابره کړي.

تدامېچي یاماموتو تېر مازیګر په امنیت شورا کې په وینا کې وویل، ملګري ملتونه د منځګړتوب د دفترونو د کارولو په ګډون هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

تدامېچي یاماموتو یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سیاسي حل لپاره د سولې خبرو ته لېوالتیا وښيي او زیاته یې کړه چې هیله من دی افغان حکومت به هم د کابل بهیر په غونډه کې خپل ستراتیژیک دریځ په ډاګه کړي او له وسله والو سره به خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG