د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشریزه ټاکنې په ۲۰۱۸ کال کېدونکې دي


په روس کې د ۲۰۱۸ کال په مارچ مياشت کې کېدونکيو ولسمشریزه ټاکنو لپاره سر له ننه رسمي کمپاين پیل شو. کاندیدان په شلو ورځو کې دننه د انتخاباتو کمېشن سره خپل نومونه ليکلی شي.

د دې کميشن مشرې، ايلا پام فيلووا د ډیسېمبر په پنځلسمه ويلي وو چې لږ تر لږه درويشت کسانو د ولسمشرۍ لپاره د کانديدېدو اراده کړې.

په دوی کې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين هم دی. د ډېر شهرت او کنټرول له وجې دا نيزدې په يقين سره ويل کېدای شي چې هغه به يو ځل بيا د شپږو کلونو لپاره د روس ولسمشر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG