د لاسرسي ځای

د اروپايي ټولنې مشرانو، په اوکراین کې د مسکو د تعرضي اقداماتو په غبرګون، تر شپږو نورو میاشتو پر روسیې د اقتصادي بندیزونو د غځولو موافقه کړې ده.

دا پرېکړه بېګا ناوخته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې شوې چې ورسره به پر روسیې بندیزونه د ۲۰۱۸ز کال تر جولای پورې وغځېږي.

د اروپايي ټولنې اقدامات چې په ځانګړي ډول د روسیې د بانکونو او انرژۍ څانګې په نښه کوي، د ۲۰۱۴ز کال له اوړي (دوبي) راهیسې نافذ دي چې هره شپږ میاشتې وروسته غځول شوي دي.

اروپايي ټولنې او امریکا د ۲۰۱۴ز کال په مارچ کې له روسیې سره د اوکراین د کرېمیا د تړلو او په ختیځ اوکراین کې د بېلتونپالو د ملاتړ په غبرګون پر مسکو اقتصادي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG