د لاسرسي ځای

د متحده عرب اماراتو په شارجه کې د کرکټ په لس اوریز ټورنامنټ کې د جمعې پر ورځ دوې لوبې تر سره کېږي.

په لومړۍ لوبه کې به بنګال ټایګرز او پنجابي لیجنډز سیالي کوي او په دویمه لوبه کې به مرهټه اربینز له ټیم سریلنکا سره بازۍ کوي.

تېره شپه د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې کېرېلا کننګز بنګال ټایګرز ته او پښتون لوبډلې و مرهټه اربینز ته ماتې ورکړه.

د پښتون لوبډلې کپتان شاهد اپرېدي په لوبه کې هېټرک وکړ یانې په درې پرلپسې بالونو یې درې لوبغاړي اوټ کړل.

تر لوبه وروسته په خپلو خبرو کې شاهد اپرېدي هلته د ورغلو خلکو د زیات شمېر په اړه خوښي وښودله او هیله یې څرګنده کړه چې لس اوریز کرکټ به په نړۍ کې زیات مینه وال پیدا کړي.

دا د کرکټ په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې پر لس اورونو مشتملې لوبې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG