د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۲۶ داعشیان وژل شوي


د ننګرهار ولایت چارواکو په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې په عملیاتو کې د داعش ډلې د ۲۶ وسله والو د وژلو دعوه کړې.

د ننګرهار والي دفتر بېګا په بیان کې وویل، د ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې په څلور ورځنیو عملیاتو کې د داعش ډلې ۲۹ وسله وال ژوبل شوي هم دي او له هغوی څخه وسله او نور جنګي سامان هم نیول شوی دی.

بیان زیاتوي، افغان ځواکونه او پولیس به ژر د خوږیاڼیو سیمې له وسله والو څخه پاکې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG