د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق: کېدای شي حکومت خپله موده پوره نه کړي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وايي وېره لري چې حکومت به خپله اييني موده پوره نه کړي.

د شورو یا چارشنبې پر ورځ د پاکستان له يوه شخصي ټېلېوېژن سره په خبرو کې د واکمنګوند مسلم ليګ (ن) يوه مشر او د اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وويل، هغه ته ښکاري د حکومت پرضد لوی سازش روان دی او کېدای شي چې له حکومتي غړو د استعفاګانو غوښتنې وشي.

نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې څوک د حکومت پرضد سازش کوي خو ويې ويل چې د يو اپوزيشن ګوند پرته ټول سياسي ګوندونه او حکومت غواړي چې موجوده قامي او صوبايې اسمبلۍ خپله اييني موده پوره کړي.

صادق زياته کړه چې د فيض اباد د احتجاجي ناستې په ګډون په يو شمېر ځايونو کې دوی ته خپله بې وسي ښکاره شوه.

په نومبر کې مذهبي ډلې تحریک لبېک یا رسول الله ۲۱ ورځې په فیض اباد کې ناسته کړې وه چې بيا د پوځ په منځګړتوب له حکومت سره د یوې موافقې په نتیجه کې پای شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG