د لاسرسي ځای

په شمال زون کې امنیتي چارواکي د داعش ډلې د جنګیالو د ځپلو په مقصد، د پراخو پوځي عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي.

په شمال زون کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د نوید ۸ تر نامه لاندې د داعش ډلې د ځپلو لپاره تېره ورځ په فاریاب ولایت کې پراخ پوځي عملیات پیل شول او په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې په جوزجان ولایت کې هم ورته عملیات پیل شي.

نوموړي د داعش ډلې په وړاندې پیلېدونکي عملیات محرم وبلل او په اړه یې د لا نورو معلوماتو له څرګندولو ډډه وکړه.

ښاغلي جمشیدي وویل، داعش ډله د افغانستان په شمال زون کې فعاله ده چې د سوق او ادارې مرکز یې هم د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالي ده.

دی بې له دې چې د کوم ځانګړي هېواد او استخباراتي سازمان نوم واخلي، وویل چې په شمال زون کې موجود داعشیان د هېواد له پولو بهر مالي او نظامي ملاتړ ترلاسه کوي.

د شاهین قول اردو د چارواکو د یادو څرګندونو په وړاندې تردمه د افغان دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې څرګندونې ندي کړي.

XS
SM
MD
LG