د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نهه داعشیان وژل شوي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې نهه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د سېشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دې عملیاتو په نتیجه کې داعش وسله وال له تلفکانو تپې، وتي کلي، ډنډ راغه او د کمبو مکتب له سیمو ایستل شوي او په سیمه کې د هیرویینو جوړولو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې شپږ وسله وال هم ټپیان شوي خو ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د افغانستان د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش وسله والو پرضد پوځي عملیاتو ته تیار دي.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني د دوشبنې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دواړو ولسوالیو کې ټول کلي داعش وسله والو نیولي دي.

بلخوا د درزاب ولسوال باز محمد پرون مشال راډیو ته وویل چې د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو ډېر خلک د امنیتي حالاتو له وجې له سیمو وتلې او د جوزجان مرکز ته تللې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشبنې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې له داعشه د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو د پاکولو لپاره يې پوځي عملیات تېره ورځ پېل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG