د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب پر سېنیماګانو د بندېز ختمولو اعلان وکړ


د سعودي عربستان حکومت وایي، له راتلونکي کاله به په هېواد کې د سوداګریزو فلمونو ښودلو لپاره د سېینماګونو پرانیستلو اجازه ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ چې تجارتي سینماګانې به له څه باندې ۳۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله په دې هېواد کې فعالیت پیل کړي.

دغه وزارت اټکل کوي چې تر۲۰۳۰ کال پورې به درې سوه سینماګانې فعالې شي.

دې وزارت د سینماګانو پرانېستل د اقتصادي ودې او تنوع لپاره مهم بللي دي.

سینماګانې په دې هېواد کې چې ټولنه یې محافظه کاره ده، د ۱۹۸۰ لسیزې له پیله د سختدریځو چې هغه د کلتور او مذهب هویت ته ګواښ بولي، د فشارونو له امله تړل شوې دي.

پر دغه بندیز انتقاد کوونکي استدلال کوي چې د انټرنيټ په عصر کې دغه بندیز هېڅ معنا نه لري.

دغه اقدام د هغو اصلاحاتو یوه برخه ده چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له خوا پیل شوي دي.

هغه په ټولنه کې د پراخو ازادیو د رامنځته کېدو په ترڅ کې دغه راز له راتلونکي کاله پر ښځینه ډرایورانو هم بندیز لېرې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG