د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسی ولسمشر مصر ته ځي


ټاکل شوې چې د روانې میاشت پر ۱۱مه روسې ولسمشر ولادمیر پوتین مصر ته ورشي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخوالي له خپل سیال عبدالفتاح السیسي سره خبرې وکړي.

د مصر د ولسمشر دفتر د پنتجشنبې پر مازیګر وویل، پوتین به له سیسي سره پر هغو لارو چارو وغږېږي چې ورسره ((په بېلا بېلو برخو، بالخصوص په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو چارو کې دوه اړخیزه همکارۍ لا زیاتې شي.))

کرېملېن ویلي، دواړه ولسمشران به په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له ثبات او امنیت سره پر تړلو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

پوتین د ۲۰۱۵ز کال په فبرورۍ کې مصر ته تللی وو او شپږ میاشتې وروسته سیسي ورسره په مسکو کې ولیدل.

خو د هم هغه کال په اکتوبر کې چې یوه روسۍ مساپر وړونکې الوتکه په سینا ټاپووزمه کې پرېوته نو روسیې له مصر سره کاروباري پروازونه وځنډول.

په هغه پېښه کې ۲۲۴ کسان وژل شوي ول چې پکې زیاتره یې روسي سیلانیان ول. د الوتکې د نسکورولو ذمه واري له اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو منلې وه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG