د لاسرسي ځای

نرښځیان: په ټولنه کې له ژونده تنګ راغلی یو


د خيبر پښتونخوا نرښځيان وايي، په ټولنه کې ورسره کېدونکي ناسم چلند یې ژوند تنګ کړی دی. دوی دا خبره د سېشنبې پر مازیګر د پېښور پریس کلب مخې ته د خپلو ستونزو د هواري لپاره په احتجاجي مظاهره کې کړې ده. د نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکې غیر حکومتي ادارې – ټرانس ایکشن – غړی تیمور کمال وايي، په تاڼو کې د کېدونکو کېسونو پرتله د انصاف ترلاسه کېدو کچه ډېره ټېټه ده. مظاهره چیانو تور پورې کړ چې پوليس هم له دوی سره د زور زياتي پرضد سمه قانون کارروايي نه کوي. خو پوليس چارواکو که څه هم د دې احتجاج په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی د نرښځیانو مسلو ته پام نه کوي. په دې اړه ځلان یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG