د لاسرسي ځای

د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، کابل ته له پاکستانه ورغلیو خبریالانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې چې د سېشنبې پر ورځ غرمه په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، اجرائيه رئيس کابل ته د هغوی د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د افغانستان او سیمې په وروستیو تحولاتو او ګډو ګواښونو خبرې وکړې.

عبدالله وویل چې له پاکستان سره یې په اړیکو کې تل نیک نیت ښودلی او ویې ویل، دوی اوس هم چمتو دي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري.

هغه ترهګري د ټولو هېوادونو او سیمې په زیان وبلله.

اجرائيه رئيس همدا راز په سیمه کې په شته اقتصادي فرصتونو هم رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ، د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

یاکستاني خبریالان په داسې حال کې د افغانستان په سسفر تللي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سخته کړکېجنې دي.

XS
SM
MD
LG