د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان وژل شوی


د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې د القاعده شبکې یو لوی مشر په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د القاعده پېژندل شوی قوماندان عمر خطاب چې په عمر منصور هم مشهور و له نورو اتیا وسله والو سره وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي چې د ملي امنیت، ملي اردو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په وروستیو کې په غزني ، زابل او پکتیا کې د القاعده شبکې د غړو پر ضد ځانګړي عملیات کړي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې عمر خطاب تر عاصم عمر وروسته په افغانستان او د هند په نيمه وچه کې د القاعده شبکې تر ټولو مهم مشر و او دا اول ځل دی چې د القاعده شبکې دومره لوی قوماندان په افغانستان کې وژل کېږي.

خبرپانه زیاتوي چې په دې پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې ۲۷ غړي نیول شوي او پنځه پناه ځایونه یې وران شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG