د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن پخوانی ولسمشر صالح په نښته کې وژل شوی دی


د یاغیانو تر کنټرول لاندې یمن کې د کورنیو چارو وزیر وايي چې پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو. نوموړی وړاندې د حوثي یاغي ملېشې اتحادي وو چې وروسته یې دښمن شو.

د ډسمبر په څلورمه په خپره شوې یوه ویډیو کې په ظاهره د صالح مړی ښودل کېږي چې پر سر لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه چې المسیره ټېلیویژن خپره کړه په هغه کې یې د نوموړي وژنه د دغې ملېشه ډلې د "کړکېچ پای وباله. "

نور رسنیو لکه ال -عربییه او رویټرز د صالح د سیاسي ګوند [عمومي ولس کانګرس) د غړیو له خولې کښلي چې نوموړی د ډسمبر په ۴مه وژل شوی دی.

ګوند په لومړي سر کې د هغه له وژلو انکار کاوه او ویل یې چې هغه اوس هم په صنعا کې د درنې جګړې پرمهال د خپلو ځواکونو مشري کوي.

د دسمبر په ۲ صالح له ایران پلویو حوثي یاغیانو سره د خپل اېتلاف ختمولو اعلان کړی وو چې تر درو کالو پورې یې په پلازمېنه صنعا کې ګډه واکمني کوله.

۷۵ کلن صالح پر یمن تر درېو لسیزو واکمني وکړه چې په ۲۰۱۲م کال د ولسي فشار له مخې یې واک پرېښود.

د دسمبر څلورمې په لومړیو کې حوثي ځواکونو په صنعا کې د صالح کور ته اور واچولو، اوځايي اوسېدونکي وویل چې دوهمه ورځ هم د سعودي په مشرۍ ټلوالې هوايي الوتکو بمبار هم پرې کړی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ويلي دي چې په صنعا کې د تېرو شپږو ورځو په جګړه کې ۱۲۵ تنه وژل شوي او ۲۳۸ نور ژوبل شوي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG