د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې نومیالی شاعر ریاض تسنیم ومړ


د پښتو ژبې نومیالی شاعر او نقاد ریاض تسنیم د ګل پر ورځ ومړ.

تسنیم له مودې راهیسې د ځیګر په رنځ اخته وو او په وروستیو کې د ځېنو ملګرو په مالي مرسته په اغا خان روغتون کې بستر شوی وو. ټاکل شوې وه چې د روغتیايي وضعې له ښه کېدو سره ورته ډاکتران عملیات یا اپرېشن وکړي. تسنیم په کراچۍ کې اوسېده او د شاعرۍ د درو ټولګو – دا کوم رنګ مې کشید کړی، چندڼ او زه که دا وارې ویده شوم – د نثر د یوه کتاب، بېډ نمبر ۲۸ او د خوشال انتخاب لیکوال او مولف وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG