د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان یو سرحدي عسکر د يکشنبې په ورځ هغه مهال وژل شوی چې کله يې له افغانستانه تاجکستان ته د نشيي توکیو د یوه مبينه قاچاق وړونکي د اوښتلو مخه نيوله.

د تاجکستان چارواکي وايي دغه پیښه چې له سرښار دوشنبې ۲۲۰ کلومیټره ليري شوې پکې د سرحدي ځواک څلور تنه ژوبل شوي هم دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټۍ په یو بیان کې ویلي چې سرحدي ځواکونو یې د قاچاق وړونکي د اوښتلو د هڅې مخه نيوله.

بيان زياتوي چې په پیښه کې د سرحدي ځواک کرنل خیرالدین اختموف وژل شوی دی.

سرحدي ځواکونو د پیښې وروسته ۳۳ کلو نشيي توکي هم نیولي دي.

افغانستان چې پکې د نړۍ تر ټولو زیات کوکنار او هیروین پېدا کیږي، له تاجکستانه سره ۱۳۴۴ کلومیټره پوله لري چې ورباندې وخت نا وخته د تاجک سرحدي ځواکونو او افغان قاچاق وړنکيو ترمنځ نښتې کېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG