د لاسرسي ځای

نن سهار د مومندو په چمرکنډ کې یوې چاودنې یو امنیتي غړی وژلی او یو یې ژوبل کړی دی.

د پولېټیکل انتظامیې په وینا دغه چاودنه نن سهار هغه وخت شوې چې په سیمه کې د امنیت لپاره پر ګمارل شویو سرتېرو تر ځمکې لاندې ښخ باروت وچاودېدل.

چارواکي وایي، د اېف سې دوو غړیو نن سهار له نژدې چینې عسکري پوستې ته اوبه خېژولې چې چاودنه ورباندې وشوه.

چمرکنډ د ساپو تحصیل سیمه ده, چې نزدې ورسره د باجوړ ناوګۍ تحصیل دی.

چارواکي وایي, زخمي شوی تن د علاج لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG