د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نېکولسن ویلي، د هوايي بریدونو د دوام او پراخولو له لارې وسله وال ځپي.

نوموړي تېره ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د پولیسو د روزنیز بهیر د لیدو پر وخت په خبرو کې وویل، په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته ترجېح ورکوي.

((دښمن خلک د ډال په توګه کاروي او د خلکو له کورونو څخه حملې کوي. په ډېره خواشینۍ سره، دا کله نا کله د مرګ ژوبلې باعث شي. خو موږ به تر وسې هڅه کوو چې پر دښمن فشار زیات کړو او په عین وخت کې د افغانانو حفاظت وکړو.))

د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې د پوځ قومندانانو ته د پخوا پرتله زیات واک ورکړل شوی او په اګست کې د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG